Mon - Thu: 9:00 - 16:00 | Fri: 14:00
Sat-Sun Closed


نوی پاسپورت

د نوي پاسپورټ د غوښتنې لپاره اړین اسناد

عمومي اړین اسناد

برېښنايي پېژندپاڼه یا د بهرنیو چارو وزارت له لوري تائید شوې کاغذي پېژندپاڼه له انګلیسي ژباړې سره.

د پاسپورټ غوښتنلیک فورم په پښتو/دري او انګلیسي ژبو سم ډک شوی وي.

د سپین شالید دوه تازه انځورونه.

په آلمان کې د استوګنې باوري سند (Aufenthaltstitel/Ausweis) کاپي.

د نوي زېږېدلو ماشومانو لپاره ځانګړي اسناد

د زېږون سند چې د مور او پلار بشپړ نومونه پکې لیکل شوي وي.

د مور او پلار د پېژندپاڼو او پاسپورټونو کاپۍ.

د مور او پلار د واده سند.

که اسناد نیمګړي وي، نوبت باطل ګڼل کېږي او پاسپورټ نه صادریږي.

د نوبت اخیستلو لارښوونه

پاسپورټي خدمت یوازې د مخکینۍ نوبت له لارې وړاندې کېږي. بې نوبته مراجعین نه منل کېږي.

د نوبت اخستو لپاره په دا لینک باندی کلیک کړی https://appointment.afghanembassy.berlin/ 

Please publish modules in offcanvas position.