Mon - Thu: 9:00 - 16:00 | Fri: 14:00
Sat-Sun Closed


وکالت خط

مهرباني وکړئ لاندې معلومات په دقت سره ولولئ:

  • د ملاقات وخت: دوکالت پاڼې غوښتونکي مخکې له دې چې سفارت ته مراجعه وکړي، باید د ملاقات وخت لا له وړاندې په آنلاین ډول واخلي.  سفارت هغو مراجعینو ته خدمات نه شي وړاندې کولی چې د ملاقات وخت یې مخکې له مخکې نه وي ترلاسه کړی.
    .قونسلگری ته راتګ: ټول متقاضیان د وکالتنامې د جوړولو لپاره، د خپلو شاهدانو سره، بایدبرلین کې د افغانستان قونسلگری ته راشي او یادې قونسلی ته خپل لازم اسناد وړاندې کړي.
     د غوښتنلیک فورمه: د وکالت پاڼې غوښتونکي کولی شي د غوښتنلیک فورمه له دې پاڼې څخه تر لاسه او په پوره دقت سره په خپله مورنۍ ژبه ډکه کړي. البته د معلوماتو د لیکنې پر مهال باید د هغه صحت او دقت ته پوره پاملرنه وشي.
    د ضرورت وړ اسناد او شاهدان: مراجعه کوونکي دې افغان  سفارت ته له راتګ مخکې، د وکالت پاڼې د ضرورت په اساس خپل اړوند اسناد ترتیب او شاهدان دې له ځانه سره راولي.

    • دا برخه په پوره دقت سره ولولئ!
    الف- د نکاح خط لپاره د وکالت پاڼې جوړول:
    لومړی – د افغانستان  د سفارت نکاح خط نه جوړوي بلکې د نکاح خط د ترلاسه کولو لپاره  سفارت کې وکالت پاڼه جوړیږي او باید یو د زوجینو (ښځه یا خاوند) چې په آلمان کې اوسېږي، په قونسلگرۍ کې د شاهدانو او اړوندو اسنادو سره یو ځای حاضر شي.
    • اړوند اسناد په لاندې ډول دي:
    ۱. غوښتنلیک چې په هغه کې د زوجینو (ښځه او خاوند) بشپړ شهرت، د واده نیټه او د واده ځای لیکل شوی وي؛
    • ۲. د وکالت پاڼې د جوړوونکي (موکل) او د هغه د ښځې یا خاوند د تذکرې او پاسپورټ کاپي؛
     ۳. د وکالت پاڼې د جوړوونکي (موکل) دوه قطعې نوي اخیستل شوي عکسونه (سایز۴ * ۴.۵ سانتي؛
     ۴. د وکیل د تذکرې کاپي او یو قطعه عکس.
    ،دوهم – دوه تنه نارینه یا څلور تنه ښځینه شاهدان چې (له ۱۸ کلونو څخه پورته عمر لروونکي وي) د هغوی د افغاني تذکرې / پاسپورټ او یا هم د موټر چلولو جواز(آلمانی) کاپي؛
     یو قطعه عکس(سایز۴ * ۴.۵ سانتي) سره چې نوی اخیستل شوی وي؛

    • ب- د وکالت پاڼو نور ډولونه
    لومړۍ؛ د وکالت پاڼې د جوړولو پر مهال چې د هر هدف لپاره وي، موکلین باید د (۱) تذکرې یا پاسپورټ کاپي، (۲) د موټر چلولو د جواز کاپي او (۳) یو قطعه عکس چې نوی اخیستل شوی وي، په خپل ټاکل شوي وخت چمتو او له شاهدانو سره یو ځای  سفارت ته راشي.
    دوهم؛ دوه تنه شاهدان: د (۱) پاسپورټونو ( افغاني/ آلمانی) او یا د تذکرو د کاپي، (۲) د موټر چلولو د جواز کاپي او (۳) یو یو قطعه عکس سره چې په نږدې وخت کې اخیستل شوی وي (سایز ۴ * ۴.۵ سانتي) قونسلگرۍ ته په خپل ټاکلي وخت حاضر شي.
    دریم؛ وکیل: موکل یا موکلین د خپل وکیل د تذکرې یا پاسپورټ کاپي او یو قطعه عکس چې تازه اخیستل شوی وي باید له ځان سره ولري.

    ج- د جایداد په اړه وکالت پاڼه: که چیرې وکالت پاڼه د جایداد په اړه وي او ملکیت هم میراثي وي، نو غوښتونکی (موکل یا موکلین) باید د حصر وراثت د وثیقې کاپي له ځان سره ولري. همداراز د قبالې او یا د ملکیت د سند د کاپي شتون، که ملکیت .شخصی وي او که میراثي، مهم دی.
     محصول: د یوې وکالت پاڼې د جوړولو محصول 125 یورو کېږي، چې د اِفتپاس د ماشین له لارې د بانکي کارتونو په کارولو سره د غوښتونکي لخوا پرې کیږي.
    د یادولو وړ ده چې قونسلگري په هیڅ صورت سره هم سره نغدې پیسې نه قبلوي.

Please publish modules in offcanvas position.